Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65242
تاریخ انتشار : يکشنبه 16 وږی 1399 ساعت : 19:02:17

ایران د افغانستان د اساسي قانون د لاسته راوړنو او د جمهوریت ملاتړ کوي

په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د جمهوریت پر پاتې کیدو او د افغانستان په اساسي قانون کښې د په لیکل شویو لاسته راوړنو ټینګار وکړ.

په کابل کښې د ایران سفارت پرون په یوه خبرپاڼه کښې وویل: د افغانستان په وړاندې د ایران اصولي سیاست د دغه هیواد د وروستیو دوو لسیزو له لاسته راوړنو په ملاتړ باندې ولاړ دی.

د دغې بیانیې له مخې، د ایران اسلامي جمهوریت په افغانستان کښې د ولسمشریزو انتخاباتو له ترسره کیدو په کلکه ملاتړ وکړ او له ټاکنو وروسته یې د سیاسي سیالانو ترمینځ د پیښ شویو اختلافاتو د هواري او ترمینځ یې د تفاهم د رامینځته کولو لپاره بوره پوره کوشش وکړ.

په روان مهم پړاؤ کښې چې په افغانستان کښې پایدارې صلحې ته د رسیدو په موخه د دغه هیواد د مختلفو ډلو ترمینځ د خبرواترو د چوکاټ د جوړیدو موضوع روانه ده، د ایران د اسلامي جمهوریت پلاوي په دې وروستیو کښې د هم هغه اصولي سیاست د تعقیبولو یعنې د اساسي قانون او د جمهوریت د جوړښت د بقا او دوام لپاره د افغانستان د ولسمشر، د مصالحې شورا د مشر، پخواني ولسمشر، د خارجه وزارت د سرپرست، د ملي امنیت د صلاحکار او هم داشان دغه هیواد د ځینو نورو مهمو شخصیتونو په شمول له جګ پوړو چارواکو سره د صلاح مشورو په موخه کابل ته سفر وکړ.

کابل کښې د ایران د سفارت د بیانیې په دوام کښې راغلي دي: په دغو ټولو لیدنوکتنو کښې د یادو لاسته راوړنو په تیره بیا د افغانستان د قومونو د بنیادي حقوقو د خوندیتوب او په راتلونکي وخت کښې د هغوي ترمینځ د ګډ او موثر صلحه ایز ژوند د ساتنې لپاره د دغه هیواد د سیاسي ځواکونو ترمینځ د یووالي په ضرورت ټینګار شوی دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.