Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65247
تاریخ انتشار : يکشنبه 16 وږی 1399 ساعت : 19:11:13

اسد دُرانی: اشرف غني به د افغانستان په راتلونکي نظام کې هیڅ رول ونه لري

د پاکستان  د استخباراتي ادارې پخوانی رئیس اسد درانی ويلي ولسمشر غني پر افغانانو تپل شوی دی او د هېواد په راتلونکي کې به هیڅ ډول رول ونه لري.

دراني د پاکستان ټوډې ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې راتلونکي کې به اصلي واک له طالبانو او ځینو نورو سیاسي مشرانو سره وي خو په وینا یې چې ولسمشر غني به د پام وړ واک ونه لري.

د ای ایس ای پخواني رئیس متقاعد جنرال اسد دراني ویلي، چې دوی لس کاله وړاندې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د اېستلو پلان جوړ کړی و څو امریکایي ځواکونه اېستلو ته اړ کړي.

اسد دراني د پاکستان ټوډې ټلویزیون سره په وروستۍ مرکه کې ویلي، چې د طالبانو تر څنګ د افغانستان ځینې سیاسي مشران به د دې هیواد په راتلونکې کې مهم رول ولري او پاکستان نه غواړي چې هلته ځان  ډير ښکېل کړي.

له دې سره بیا شنونکي وايي، چې افغان حکومت خپله استقلالیت له لاسه ورکړی او د پاکستاني جنرالانو له لوري دغه ډول څرګندونې د ډیپلوماټیکو اړیکو خلاف او د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره مداخله ده .

افغان حکومت تر دا مهاله د دې پخواني پاکستاني جنرال د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې پاکستان تورن کړی و چې د افغانستان په کورنیو مسایلو کې لاسوهنه کوي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.