Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65252
تاریخ انتشار : يکشنبه 16 وږی 1399 ساعت : 19:24:13

ډونالډ ټرمپ تورپوستي خلک بې ارزښته ګڼي

پخواني وکیل مایکل کوهن ( Michael Cohen's ) ایشوا کړه هغه تورپوستي خلک بې ارزښته ګڼي .

هغه په نوي  کتاب کښې چې اوس چاپ شوی دی ویلي دي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنوبي افریقا د ارواښاد ولسمشر نیلسن مانډیلا په شمول د تورپوستو مشرانو او دغه راز د امریکا د لږکي ډلو د مشرانو په هکله له سپکاوي ډکې خبرې کولې .

مایکل کوهین په خپل کتاب کښې ولیکل د امریکا ولسمشر ټرمپ د جنوبي افریقا پخوانی ولسمشر نیلسن مانډیلا یو(۱) کمزوری مشر باله او د هغه په هکله یې له سپکاوي ډکې خبرې کولې چې ځینې یې سړی نشي کولای .

مایکل کوهین کلونه کلونه له نږدې څخه د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره کار کاوه تر دې چې له هغه سره یې اختلاف پیدا شو او په «اوکراین ګیټ» پیښه کښې د ټرمپ له استیضاح مخکې یې د کانګرس په غونډې کښې خپل ترټولو ښکاره مخالفت وښود .

د امریکا د ولسمشر ټرمپ پخواني وکیل کتاب به راتلونکي اونۍ بازار ته راشي .

امریکا کې په تیرو اونیو کې د ولسمشر ترمپ او د هغه د دروغو په هکله ډیر کتابونه خپاره شوي دي .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.