Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65262
تاریخ انتشار : چهار شنبه 19 وږی 1399 ساعت : 22:07:54

امام خامنه‌ای: د اسلام د پیغمبر سپکاوی د امریکې او صهیونیزم دسیسه ده

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په یو پيغام کې، د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله په شان کې د فرانسوي خپرونې لخوا ورستی سپکاوی محکوم کړ.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر امام خامنه اي په دغه پيغام کې وویل، د فرانسوي خپرونې لخوا نه بخښونکې او لویه ګناه  د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د نوراني مخ او په شان کې سپکاوی یو ځلې بیا له مسلمانانو او اسلام سره د لویدیځې نړۍ د کلتوري او سیاسي ادارو کینه او دښمنې په ډاګه کړه.

امام خامنه اي زیاته کړه: د دې لوې جنایت د غندلو لپاره د بیان د آزادۍ عذر، لکه څنګه چې ځینو فرانسوي سیاستوالو لخوا ویل شوی،  په بشپړ ډول رد شوی، غلط او د خلکو غولونکی دی.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر زیاته کړه: د صهیونیسټو او استکباري حکومتونو ژور اسلامي ضد سیاستونه د دارنګه دښمنۍ نه ډکو کړنو لامل دي، چې هر ځل رامینځته کېږي. په دې وخت کې دا رنګه اقدام هم کیدی شي، د لویدیځې اسیا د هیوادونو او ملتونو له هغه ناوړو پروګرامو څخه د ذهنونو د اړولو  لپاره وي چې امریکا او صهیونیسټ رژیم یې د دې سیمې لپاره په پام کې لري.

امام خامنه اي ټینګار وکړ، مسلمان ملتونه، په ځانګړي توګه د لویدیځې آسیا هیوادونه دې د دې سیمې د حساسو مسئلو په ساتنو کې په هوښیارۍ سره محتاط اوسي او د اسلام او مسلمانانو په خلاف د غربي سیاستوالو او چاروااکو دښمني  باید هیڅکله  هیره  نه کړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.