Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65263
تاریخ انتشار : چهار شنبه 19 وږی 1399 ساعت : 22:09:02

عراق ته د تکفیری ترهه ګرو د ورتلو لارې په بشپړ ډول تړل کیږي

د عراق د الحشد الشعبي ولسی مبارز ځواک یوه قوماندان هادي الخراساني په وینا،د عراق اوسورېئ په سرحدي سیمو کې امریکائي ترهه ګر پوځيان د مانورې په ترسره کولو او دنوو لارو د مشخص کولولپاره له بې پيلوټه الوتکو څخه په استفادې سره،هڅه کوي،څو داعشی تکفیري ترهه ګر له سورئې عراق ته وارد کړي.

 فارس خبری اژانس راپور ورکړی،د عراق په الانبار ولایت کې د الحشد الشعبي ولسی مبارز ځواک  د عملیاتو قوماندان  قاسم  مصلح نن د دعراق او سورئې دګډو پولو دلیدو په وخت  په ګډو پولو کې د تکفیري ترهه ګرو عناصرو  خوځښتونو ته په اشارې سره  ووئيل ،  دعراق پولې  د سرحدي ځواک او الحشد الشعبي  ځواک د مبارزانو په وسیله کنټرولیږي .

 قاسم مصلح  د عملیاتي او اطلاعاتي  تبادلې  په زمینې کې  هم د عراق دپوله ساتي ځواک  او الحشد الشعبي دغږملتیاؤ په یادونې سره روښانه کړې ده ، په سرحدي سیمو کې د ترهه ګرو خوځښتونه تل  څارل کیږي .د سورئې  له التنف سیمې څخه  عراق ته د داعشی تکفیری ترهه ګرو د ورتلل،په داسې  حال کې ترسره کیږي،چې د سورئې دغه سیمه د امریکائي ترهه ګرو پوځيانو په نیواک کې ده .

د عراق د الحشد الشعبي ولسی مبارز ځواک  یوه قوماندان  هادي  الخراساني  په وینا،د عراق اوسورېئ په سرحدي سیمو کې امریکائي ترهه ګر پوځيان د مانورې په ترسره کولو او دنوو لارو د مشخص کولولپاره له بې پيلوټه  الوتکو څخه په استفادې سره،هڅه کوي،څو داعشی تکفیري ترهه ګر  له سورئې عراق ته وارد کړي .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.