Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65291
تاریخ انتشار : يکشنبه 30 وږی 1399 ساعت : 19:41:06

کاپیسا کې د انګورو د حاصلاتو پر سر شخړې د يوه تن ژوند واخیست

د کاپیسا ولايتي چارواکي وايي، دغه ولايت کې د دوو کورنیو تر منځ د انګورو د حاصلاتو پر سر د شخړې له کبله يو تن وژل شوی دی.

د کاپیسا د پوليسو وياند عبدالشايق شورش وايي، دغه پېښه پرون د کوه‌بند ولسوالۍ په نواباد سيمه کې رامنځته شوې ده.

 د نوموړي په خبره، دوو کورنیو د انګورو د حاصلاتو پر سر شخړه کړې چې په پايله کې يې يو تن وژل شوی دی.

نوموړي زياته کړه، قاتل له پېښې وروسته له سيمې تښتېدلی خو پوليس يې د نيولو هڅه کوي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.