Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65293
تاریخ انتشار : يکشنبه 30 وږی 1399 ساعت : 19:48:29

اروپائي اتحادیه او اروپائي ټرائيکا دامریکائي اقدام ملاتړ نه کوي

امریکا له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دیو اړخیز وتلو او له دغې نړیوالې ایټمی موافقې سره په اړونده یوه فعالیت کې د نه ګډون په دلیل ګډون کونکی هیواد نشي بلل کیدلی اوهمداراز د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک په اساس دملګروملتو د بندیزونو د بیرته ستنیدا بهیر هم نشي پيلولی .

فارس خبری اژانس راپور ورکړ، د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست مسئول جوزف بورل د ایران په ضد د ملګروملتو دبندیزونو دبیرته لګیدا په باب د امریکائي  ادعا په غبرګون کې  ټينګار کړی ،دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې په اساس  دتهران په ضد دبندیزونو له لغوه کیدا سره اړونده ژمنتیاؤ ته به دوام ورکړي .

جوزف بورل نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ، امریکا  له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې   دیو اړخیز وتلو  او  له دغې نړیوالې ایټمی موافقې سره  په اړونده یوه  فعالیت کې د نه ګډون په دلیل    ګډون کونکی هیواد نشي بلل کیدلی  اوهمداراز د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک   په اساس دملګروملتو د بندیزونو د بیرته ستنیدا بهیر  هم  نشي پيلولی .

جوزف بورل په دغې اعلامیې کې وئيلي دي ، د درستو لورو له خوا  د جامعې نړیوالې ا یټمي موافقې  د ساتنې او اجرا څخه د ډاډ په خاطر  د هر ممکن اقدام لپاره خپلې درستې هلې ځلې کاروي .

  داپه داسې حال کې دي چې  د اروپائي ټرائيکا یعني جرمني ،فرانسې او انګلستان هم  نن   د امریکا د  ادعا په غبرګون کې د یوې ګډې اعلامیې په  خپرولو سره  دامنیت شورا  د ۲۲۳۱پریکړه لیک  پر اجرا پخپلو ژمنتیاؤ ټینګار کړی  او وئيلي ئې دي ،د ایران په ضدد ملګرو ملتو دبندیزونو دبیرته  ګرځولو په باب دواشنګټن ادعا هیڅ قانوني حیثیّت نه لري او  پر نړیوالو قوانینو ملنډې وهل دي .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.