Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65294
تاریخ انتشار : سه شنبه 1 تله 1399 ساعت : 19:03:21

عبدالله عبدالله د ګڼو هېوادونو له استازو سره پر سوله خبرې وکړې

د ملي پخلاينې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د شاوخوا ۱۸ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له استازو سره د افغانستان پر سوله خبرې کړې دي او ټولو په افغانستان کې د تاوتريخوالي پر کمښت ټينګار کړی دی.

ښاغلي عبدالله پر خپل ټوېټر ليکلي چې نوموړي پرون په انلاين بڼه د افغانستان لپاره د يوناما، اسټرلیا، کاناډا، ډنمارک، اروپايي ټولنې، فنلنډ، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، ناټو، هالنډ، ناروې، هسپانیا، سویډن، ترکیې، انګلستان او امريکې له سفيرانو او استازو سره وليدل او له دوی سره يې د افغانستان د سولې پروسې په تړاو خبرې وکړې.

د ملي پخلاينې عالي شورا مشر ويلي، چې د نړيوالې ټولنې ټولو استازو په افغانستان کې د تاوتريخوالي پر کمښت ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو يوولسو ورځې راهيسې دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پيل شوې خو تر دې مهاله دواړه لوري نه دي توانېدلي چې د دې خبرو لپاره پر تګلاره موافقه وکړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.