Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65298
تاریخ انتشار : چهار شنبه 2 تله 1399 ساعت : 18:14:21

عبدالله عبدالله راتلونکو ورځو کې پاکستان ته ځي

د ملي پخلاينې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، راتلونکو ورځو کې پاکستان ته ځي او د دغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره به د افغانستان د سولې پروسې په تړاو خبرې وکړي.

نوموړي دا خبرې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د بهرنيو اړيکو کمېټې ته په وېډيويي کنفرانس کې کړې دي.

عبدالله دغه راز ويلي چې په دوحه کې د سولې خبرو له پيلېدو سره هم‌مهاله په افغانستان کې تاوتريخوالی زیات شوی او دا افغانانو ته د منلو وړ نه دی.

عبدالله ټينګار کړی چې تاوتريخوالی بايد کم شي او د جګړې دواړې خواوې بايد ژر تر ژره اوربند ومني.

عبدالله ټينګار کړی چې په افغانستان کې سوله د سيمې هېوادونو په ګټه هم ده او دا مهال ټوله سيمه د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ ده.

عبدالله زياته کړه چې د افغان حکومت مرکچي پلاوي ته د ښځو او لږکيو حقونه، د بيان ازادي، ټاکنې او د مدني ټولنې فعاليتونه مهم دي او د دموکراسۍ له دې اصولو به ساتنه کوي.

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مخامخ خبرې د وږي په ۲۲مه پيل شوې. تر دې مهاله د دواړو خواوو مرکچي پلاوو عمومي ناستې نه دي پيل کړې، خو د تماس ډلې کار کوي تر څو تر عمومي خبرو وړاندې د دې خبرو لپاره يو تګلاره رامنځته کړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.