Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65301
تاریخ انتشار : چهار شنبه 2 تله 1399 ساعت : 18:17:45

امريکې له افغانستانه د خپلو ټولو فوځيانو د وتلو امکان څرګند کړ

د امريکې د دفاع د وزارت يو چارواکي خبر ورکړ په داسې صورت کښې چې حالات برابر شي په افغانستان کښې ټول امريکائي فوځيان به د راتلونکي ۲۰۲۱ کال تر مۍ پورې له دغه هېواده ووځي.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې د هند او آرام بحيرې په چارو کښې د امريکې د دفاع د وزارت مرستيال ډيويډ هېلفي د امريکې د پارلېمان د امنيتي کمېټۍ په غونډه کښې وويل، واشنګټن يو محطاطه پلان لري چې د حالاتو د برابرېدو په صورت کښې د ۲۰۲۱ کال تر مۍ پورې له افغانستانه خپل ټول فوځيان وباسي.

د امريکې او طالب ډلې ترمېنځ د صلحې د موافقې له مخې چې د سږ کال د فرورۍ په نهويشتمه نېټه د قطر په دوحه کښې دواړو خواو لاسليک کړه د ټرمپ حکومت ژمن دے چې خپل ځواکونه په تدريجي توګه له افغانستانه بهر کړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.