Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65303
تاریخ انتشار : چهار شنبه 2 تله 1399 ساعت : 18:20:45

«د سولې په خبرو کې د رسنیو نامعلوم ځای د منلو نه دی»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان وايي، په بین‌الافغاني خبرو کې د افغانستان د رسنیو ځای او حضور نامالوم دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتي چارو معین عبدالمنان شېوای شرق په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، اړتیا وه چې په بین‌الافغاني خبرو کې د رسنیو استازي هم

ګډون لرلی.

شرق وايي، د سولې خبرو کې د رسنیو د مسوولانو نه حضور په دې مانا ده چې رسنۍ د طالبانو تر سیوري لاندې راشي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین له رسنیو سره د حکومت او طالبانو چلن د منلو وړ نه بولي او زیاتوي، دغه تګلاره اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون او د ټولیزو رسنیو د قانون پر خلاف ده.

هغه خبریالانو ته ډاډ ورکوي چې غږ به یې حکومت ته ورسوي.

نوموړي له حکومته هم وغوښتل چې د رسنیو له سانسور نه لاس واخلي او د سولې خبرو کې د رسنیو رول ته جدي پام وکړي.

په ورته وخت کې د کلید ګروپ مسووله نجیبه ایوبي وايي، د ټولو رسنیو استازي باید د بین‌الافغاني خبرو اطلاعاتو ته لاسرسی ولري.

تر دې وړاندې د خبریالانو د خوندیتوب ویلي و، حکومت د خبریالانو پر وړاندې د خنډ په جوړولو سره په دوحه کې بین‌الافغاني خبرو نه د اطلاع رسونې بهیر ټکنی کړی دی.

دغې کمېټې له بین‌الافغاني خبرو نه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره قطر ته د خبریالانو د بیا استولو غوښتنه هم کړې وه.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.