Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65304
تاریخ انتشار : پنج شنبه 3 تله 1399 ساعت : 23:25:09

د ۱۳۹۹ کال د کانکور پایلې اعلان شوې، اوله نمره یې نجلۍ ده

د لوړو زده کړو وزارت د ۱۳۹۹کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې، چې د سږ کال د کانکور لومړی مقام هم یوې نجلۍ خپل کړی دی.

د افغان ایرکا خبري اژانس د خبر له مخې د ۱۳۹۹ کال د کانکور پایلې نن پنشنبې د تلې ۳ مه د یوې غونډې په ترڅ کې د لوړو زده کړو وزارت له خوا اعلان شوې.

د لوړو زده کړو وزارت د کانکور د ملي ادارې رییس عبدالقدیر خموش و ویل، چې سږ کال کابو ۲ سوه زره کسانو د کانکور په ازموینه کې ګډون کړی وو، چې تر ۳ زره یې کم ناکام او کابو ۱۹۷ دولتي او خصوصي لوړو زده کړو ته لار موندلې ده.

د کانکور د کمېتې د معلوماتو له مخې د سږ کال د کانکور عمومي اول نومره شمسیه د محمد نسیم لور د کابل ولایت څخه ده، چې د ۳۵۳.۱۸۵ نمرو په اخستلو سره د کابل طب پوهنځۍ ته بریالی شوی ده.

دغه راز د سږ کال د کانکور دوهم نومره بیا نعمت الله د محفظ الله زوی چې دی هم د کابل ولایت دی د ۳۵۳.۱۳۳ نمرو په اخیسو سره د کابل طب پوهنۍ ته بریالی شوی.

دغه راز یاد وزارت تر لسم نمره پورې د کانکور د بریالیو کسانو نمرې اعلان کړې او د نورو په اړه یې و ویل، چې د وزارت په ویب پاڼه کې شته او ټول ګډونوال یې کولی شي له هغه ځایه معلومات تر سره کړي.

په دغه مراسمو کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ډاکتر عباس بصیر و ویل، چې د درېیم نمره پورې به د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې بریالیو کسانو ته ۱۲۲ تحصلي بورسیې هم ورکړي.

هغه د کمیت له مخې د په کانکور کې د ګډونوالو له زیات شرکت څخه خوښي وشوده خو ټینګار یې وکړ، چې باید پر کیفیت هم کار وشي.

نوموړي د کانکور پروسه تر دې حده شفافه او رڼه وبلله، چې په وینا یې خپله ده ونه شوای کولی د یوه کس د نمرو په اړه معلومات تر لاسه کړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.