Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65305
تاریخ انتشار : پنج شنبه 3 تله 1399 ساعت : 23:26:50

له طالبانو ډلې سره دسولې خبرواترو ته د کابل د حکومت پرژمنتیاؤټينګار

سره له دې چې امریکا د ۲۰۲۰کال دفرورۍ په شلمه له طالبانو ډلې سره په موافقې کې له افغانستانه دخپلو پوځيانو ویستلو ته ژمنه شوې ، خو سپينې ماڼۍ تر دې ډ مه د خپلې دغې ژمنې داجرا لپاره په رسمي توګه څه خاص پروګرام نه دی اعلان کړی او همدغې موضوع ، په قطر کې د طالبانو ډلې او د افغانستان د حکومت ترمینځ دسولې پر خبرواترو سیوری غوړولی دی .

د افغانستان  ولسمشر  له طالبانو ډلې سره د سولې په خبرو اترو کې ددغه هیواد د حکومت پر ژمنتیاؤ  ټينګار وکړ . اشرف غني   دملګروملتو دعمومي اسمبلۍ په ناستې کې  د ویډیوئي کنفرانس له لارې پخپلې وینا کې  له طالبانو ډلې سره د سولې د نیغ په نیغه  خبرواترو ته د افغانستان د حکومت  پر ژمنتیا په ټينګار سره  وئيلي دي ، په سیمې کې دتل پاتې سولې د ټينګیدا  لپاره باید دترهه ګرۍ اصلي ریښه نابوده  کړو .

 د اشرف غني  له وینا سره په یووخت ، د افغانستان د ملی مصالحې  د  عالی شورا مشر عبدا...عبدا...،  د قطر په دوحې کې د ددغه هیواد حکومت او  طالبانو ډلې ترمینځ  دسولې د خبرواترو بهیر مخ په پراختیا بللی دی .

  دملګروملتو  دعمومي اسمبلۍ په ناستې کې د افغانستان د ولسمشر  ویډیوئي وینا له طالبانوډلې سره  د سولې د  هغو خبرواترو  د کامیابولو لپاره  د افغانستان د حکومت د جدي هوډ نښه  بللې چې  دستمبر  له دولسمې نیټې  دقطر په کوربتوب سره دترسره کیدا په حال کې دي  چې البته دواړه لوري تر دې دمه نه دي توانیدلي  په افغانستان کې  دسولې په باب او  دجنګ جګړو د ختمولو لپاره  په کومې مشخصې ایجنډا سره پخلا شي .

 په افغانستان کې د  دایمي اوربند د ټينګیدا لپاره  د مشخصې ایجنډا په پاب په قطر کې د  افغانستان د  سولې  دخبرواترو د لورو، له نه پخلاکیدا سره سره،البته د  دغه هیواد دملی مصالحې د لوړې شورا مشر  عبدا... عبدا... ، دخبرواترو  جزیاتو ته اشارې پرته په  دغو خبرو کې پرمختګ تایئد کړی دی.

 البته باید پام ولرل شي ، چې  په دوحې کې د افغانستان د سولې دخبرواترو د فوري نتیجې لپاره  انتظار ، یوه غیر منطقي  تمه ده ،ځکه د خبرواترو د لورو پر مختلفو دریځونو سربیره ، په دغه هیواد سولې  له ټینګیدا او د جنګ له ختمولو سره  اړونده  موضوعګانې، بیلابیلو ډولونه او اړخونه لري، چې  همدغه مسئله  لامل کیږي ،څو  دسولې په زمینې کې د ګډو خبرواترو یوه چوکاټ ته د رسیدو لپاره  ددواړو لورو لومړنۍ  خبرې اترې اوږدې شي .

 د افغانستان د سولې خبرې اترې ډيرې پيچلي او سختې دي ،خو  د خبرواترو  دواړه لوري باید  داسې عمل وکړي ، چې  د سولې دخبرواترو د بهیر له سستیدا سره سره ،  ،البته باید  په دغه ډګر کې پرمختګ د لیدو وړ شي .

 پر دې اساس  ده چې  تمه کیږي ، په  وړاندې  شپو ورځو کې  د افغانستان د سولې د خبرواترو   لوري ، وتوانیږي د سولې د  ټينګیدا  او دجنګ جګړو د ختمولو لپاره د خبرواترو په بهیر کې  د یوې مشخصې ایجنډا په سر سره کوم تفاهم ته ورسیږي .

 د افغانستان د سولې له خبرواترو څخه د نړیوالې ټولنې   د  ملاتړ او مرستو د ضرورت په باب د افغانستان د خارجه وزارت د سرپرست څرګندونې  ددې ښودنه کوي ،چې  ددغو خبرواترو د پرمختګ او نتیجې  اخستنې  یوه برخه ، دنړیوال ملاتړ  سره اړونده ده چې  دم ګړۍ  د افغانستان د ګاونډیانو پشمول  یوازې ځیني هیوادونه  دسولې  له خبرواترو دملاتړ له بهیر سره یو ځاي  شوي دي .

 البته  د نړۍ په بیلابیلو هیوادونوکې،د افغانستان دحکومت او ملت سترګې د امریکا  حکومت اقداماتو ته  نیولي دي  چې له دغه هیواده د خپلو درستو پوځیانو د ویستلو  د ژمنې  د اجرائي کیدا له لارې ،په افغانستان  کې د سولې په بدلونونو کې مهم رول لري .

سره له دې  چې  امریکا د ۲۰۲۰کال دفرورۍ په شلمه  له طالبانو ډلې سره په موافقې کې  له افغانستانه  دخپلو پوځيانو ویستلو ته ژمنه شوې ، خو سپينې ماڼۍ تر دې ډ مه  د خپلې دغې ژمنې  داجرا لپاره  په رسمي توګه  څه خاص  پروګرام  نه دی اعلان کړی  او همدغې موضوع ، په  قطر کې د طالبانو ډلې او د افغانستان د حکومت  ترمینځ دسولې پر خبرواترو سیوری غوړولی دی .

په همدې دلیل ده چې  چې  په تیرو شپو ورځو کې  دطالبانو ځینو لوړروتبه چارواکو  په افغانستان کې د دایمي سولې د ټينګیدا یوازینۍ لاره له افغانستانه د امریکائی نیواکګرو  وتل بللي دي ، چې  داسې بریښي،ترڅو چې  دسپينې ماڼۍ  چارواکي   له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ویستلو لپاره کوم مشخص  مهال ویش  وړاندې نه کړي ، د افغانستان د حکومت او طالبانو ډلې دسولې خبرې اترې  د خوښې وړ نتیجې ته نشي رسیدلی .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.