Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65307
تاریخ انتشار : شنبه 5 تله 1399 ساعت : 17:53:07

روغتیا وزارت: تېرو ۲ ورځو کې د کرونا شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت وایي، په تېرو دوو ورځو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وایروس شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

دغه وزارت وایي، په تېرو دوو ورځو کې یې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۰۳ شکمنې پېښې څېړلې دي چې له ډلې یې د شپږو تنو نتېجه مثبته را وتلې او په خبره یې په دې موده کې دوه تنه له دغې ناروغۍ مړه شوي او ۱۶ نور بیا بېرته رغېدلي دي.

په دې سره په ټول هیواد کې پر کرونا ناروغي د اخته کسانو شمېر ۳۹ زره او ۱۹۲ تنو ته رسېدلی دی.

روغتیا وزارت وایي، تراوسه په هیواد کې له کرونا د مړه شویو کسانو ټول شمېر یو زر او ۴۵۳ او د بېرته رغېدلو شمېر بیا ۳۲ زره او ۶۳۵ ته لوړ شوی دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.