Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65308
تاریخ انتشار : شنبه 5 تله 1399 ساعت : 17:53:51

ولسمشرغني له عمران خان سره خبرې کړې

ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان له لومړي وزیرعمران خان سره په ټلیفوني مکالمه کې پر افغان سوله خبرې کړې دي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشرغني د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره په ټلیفوني خبرو کې پر افغان سوله، د دواړو هیوادونو پر اړیکو او د اوربند پر ټینګښت خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشرغني د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته کابل ته د رسمي سفر بلنه ورکړه.

خبرپاڼه لیکي، عمران خان وویل، دوی په افغانستان کې د اوربند او سولې پروسې بشپړ ملاتړ کوي او په نیږدې راتلونکي کې به کابل ته سفر وکړي.

دغه راز ټاکل شوې د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله راتلونکې دو شنبه پاکستان ته په رسمي سفر لاړ شي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.