Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65314
تاریخ انتشار : يکشنبه 6 تله 1399 ساعت : 18:19:23

طالب پلاوی: که د امریکا تړون بنسټ نه وي مذاکرات بې معنا دي

له هغې دوه اوونۍ وروسته چې دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو د پلاویو ترمنځ اختلافونو څخه وروسته د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي ټينګار کوي که چېرې د امریکا د سولې هوکړه د افغانستان د مذاکراتو د بنسټ په ټوګه ونه منل شي، د مذاکراتو دوام به بې معنا وي.

د افغانستان د سولې د مذاکراتو په کړنلاه کې اختلافونه په یوې ننګونې بدل شوي دي. د دغو اختلافونو له امله د مرکچي پلاوو د تماس ډلو تر منځ له چهار شنبې ورځې راهیسې خبرې په ټپه درېدلي دي.

د مذاکراتو د مذهبي بنسټ په توګه د حنفي فقهې د منلو لپاره د طالبانو غوښتنه او دغه راز د اصل په توګه له امریکا سره د دې ډلې د هوکړه لیک پرمنلو د طالبانو ټينګار هغه مسایل دي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي له مخالفتونو سره مخ شوي دي.

د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی عبدالسلام حنفي په دې اړه وايي:«موږ وایوو چې د افغانانو ترمنځ مذاکرات، د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د هوکړې پربنسټ دي.»

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی عطاالله لودین بیا داسې وايي:«همدغو امریکایانو د افغانستان له حکومت سره یوه اعلامیه صادره کړې ده، نو زموږ لپاره هغه هم مبنا ده، زموږ لپاره تر ټولو لویه مبنا او اساس زموږ د ولسونو غوښتنې دي.»

د افغانستان د اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي د دواړو اختلافي  مسالو د حل لپاره  بدیلونه لري. خو د طالبانو له لوري دا  ټول بدیلونه رد شوي دي. او داسې ښکاري چې طالبان به په دې تړاو له خپلو غوښتنو تېر نه شي، په تېره بیا له امریکا سره د دې ډلې د هوکړه لیک په برخه کې.

د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی خیرالله خیرخواه په دې هکله څرګندوي:«دوی له موږ سره دا یو مراعت نه کوي د هغه تړون له مخې چې موږ دې مذاکراتو ته داخل شوي یوو، چې هغه له امریکایانو سره امضا شوی دی، نو زموږ او تاسې دا ناستې سره نه شي کېدای. ځکه چې موږ له تاسو سره ناست پرهغه بنیات او بنسټ یوو.»

د ولسمشر غني پخوانی سلاکار طارق فرهادي هم وویل:«په هغه تړون کې چې طالبانو له امریکا سره لاسلیک کړی و، افغان حکومت، د حکومت په توګه یاد شوی نه دی. نو له همدې امله طالبان ټينګار کوي چې هغه تړون یې چې له امریکا سره لاسلیک کړی دی د مذاکراتو بنسټ وي.»

خو د سولې د مذاکراتو د مذهبي بنسټ په تړاو د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی خیرالله خیرخواه نظر داسې دی:«موږ وایوو دا منو چې ستاسو احوال شخصیه چې دي، تاسې د دې حق لرئ او ستاسو په منطقو کې باید ستاسو احوال شخصیه وي.»
 
د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي غړی عطاالله لودین زیاتوي:«اصلاً د دې مادې ضرورت نه و، کله چې موږ سره بحث کاوه خو دوی پیشنهاد کړه.»

څرګنده نه ده چې په کړندلاره کې به د اختلافونو د له منځه تلو لپاره بحثونه کله پېل شي او څه ډول به دوام ومومي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.