Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65320
تاریخ انتشار : دوشنبه 7 تله 1399 ساعت : 19:07:08

کورنیو چارو وزارت اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په پلي کولو کې تر ټولو بده اداره وپېژندل شوه

د افغانستان پر روڼتیا د څار بنسټ خپل څېړنیز راپور چې په ۱۹ دولتي ادارو کې یې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د پلي کولو په اړه جوړ کړی، نن اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیوالې ورځې نمانځلو په مناسبت یوې غونډې ته وړاندې کړ.

د دغه راپور له مخې، کرنې وزارت، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون او د ملي تدارکاتو ادارې په ترتیب سره په دې څېړنه کې تر ټولو ډېر امتیازونه خپل کړي دي.

پر روڼتیا د څار بنسټ اجرایوي رییس سیداکرام افضلي وايي، کرنې وزارت د ۴۷ امتیازونو په اخیستو سره د جدول په سر کې ځای خپل کړی دی.

افضلي وايي، په دې څېړنه کې د کورنیو چارو وزارت د تر ټولو کم امتیاز په ترلاسه کولو سره اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په پلي کولو کې تر ټولو بده اداره پېژندل شوې ده.

اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ هر کال داسې مهال نمانځل کېږي چې ګڼ‌شمېر خبریالان د دولتي ادارو له لوري اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

یو خبریال ذبېح‌الله سروري وايي، دوی اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې تل له ستونزو سره لاس او ګریوان دي او په وینا یې، ځینې ادارې له رسنیو سره توپیري چلن کوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي بیا وايي چې افغان دولت اطلاعاتو ته لاسرسی د اساسي قانون، د ټولیزو رسنیو قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې د هېواد د هر وګړي حق بولي او ساتنې ته یې ژمن دی.

افغانستان په ټوله نړۍ کې د نږدې ۱۳۰ هېوادونو له ډلې یو دی چې په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې یې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون تصویب کړی دی.

د دغه قانون له مخې، هر څوک اطلاعاتو ته د لاسرسي اجازه لري.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.