Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65322
تاریخ انتشار : سه شنبه 8 تله 1399 ساعت : 18:00:36

پاکستان د سولې په بهیرکې مصلحت غواړی رول لري

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي هم پخپلې وینا کې وئيلي افغانستان کې امن دسیمه ایزې ترقۍ لپاره ډير مهم دی ، باید د امن لارې چارې خرابونکي عناصر وپيژنو او هغوي ته د اړۍ ګړۍ د زیاتولو اجازت ورنکړو، مونږ غواړو افغان کډوال په عزت او احترام سره خپل هیواد ته پخپلې خوښې سره ستانه شي

زمونږخبریال دد نیانیوز خبري سایټ له قوله راپور راکړ د  افغانستان د ملی مصالحې دلوړې شورا مشر  عبدا..عبدا... چې پرون د پاکستان په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته تللی ، ددغه هیواد له لوړپوړو چارواکو سره په لیدوکاتو کې په افغانستان کې دتاؤتریخوالو دکمیدا او د اوربند د ټیګیدا په باب  دپاکستان د ملاتړ  هرکلی وکړ او وې وئيل ، که   له رامینځةشوي  فرصت څخه استفاده ونشي ،نوپه دغه هیواد کې به ترینګلتیاوې او شخړې نوره هم زیاتې شي، ووئيل ،د سولې بین الافغاني خبرې ډير سستې روانې دي .

 د افغانستان د ملی مصالحې لوړې شورا مشر  دسولې په خبرو اترو کې  د ګډون لپاره   دطالبانو  ډلې هڅولو په خاطر د پاکستان دهڅو په قدرونې سره  روښانه کړې ده ،  له بده مرغه  دتاؤتریخوالو اندازه ډيره زیاته ده او  دا دسولې هلوځلو ته تاوان رسوي .

 هغه ترهه ګري د سیمې د درستو هیوادونو لپاره یو ګواښ بللې  او وئيلي ئې دي ، په افغانستان کې دتل پاتې او عادلانه سولې ټيګیدا  د  دد رستو سیمه ایزو او ګاونډیو هیوادونو په ګټه ده .

ډاکټر عبدا...عبدا... همداراز نن  په اسلام اباد کې د سټراټژيکو مطالعاتو  په مرکز کې په یوه سیمنار کې هم پخپلې وینا کې  وئيلی دي ،  افغانستان او پاکستان ترمینځ ورورګلویزې  اوښې اړیکې  شته  او  د یوه ښه اوغوره راتلونکي  په هیلې  سره مو پاکستان ته سفر کړی ،مونږ باید  له شته ؤ ا مکاناتو او غږملتیاؤ څخه په ګټه پورته کولو سره  دخپلو ګټو اوتاوانونو په اړه فکر او غور وکړو ،  ځکه د   دواړو هیوادونو غم او ښادي له یوه بل سره تړلي دي  او  د اقتصادي او تجارتي  ښه راتلونکي لپاره باید  د دواړو هیوادونو ترمنیخ  آزاد تجارت  هم پراخ شي .  عبدا... عبدا...  وئيلي دي ، په جنګ کې  یو لوری هم نه ماته خوري او نه ګټونکی وي ،د امن د تامین لپاره  باید  په ایماندارۍ او خلوس سره  ګامونه پورته کړو څو د راتلونکي  لپاره  ښه او  غوره لاره هواره شي  او باید د یوه بل ترڅنګ د   خپلو هیوادونو او  دسیمې د پرمختګ او ترقۍ  لارې پخپله هوارې کړو .

 په دغه سیمنار کې د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي هم پخپلې وینا کې وئيلي  افغانستان  کې امن دسیمه ایزې ترقۍ لپاره ډير مهم دی ، باید د امن لارې چارې  خرابونکي عناصر وپيژنو او  هغوي ته د اړۍ ګړۍ د زیاتولو اجازت ورنکړو، مونږ غواړو افغان کډوال په عزت او احترام سره خپل هیواد ته پخپلې خوښې سره ستانه شي  او دخپل  هیواد په غوره راتلونکي کې خپل  ښه رول ولوبوي ، د ښه راتلونکي لپاره باید د تیر وخت تیروتنې هیرې کړو او  د پرمختګ لپاره باید  پخپلو کې سره مشورې او راشه دیرشه نوره هم زیات کړو.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.