Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65323
تاریخ انتشار : سه شنبه 8 تله 1399 ساعت : 18:01:31

طالبان دې د اعتماد جوړولو لپاره ګام پورته کړي

 د اشرف غني دوهم مرستیال یادونه کړې د افغانستان حکومت د سولې د خبرواترو په اړه دباؤر جوړونې لپاره درست ممکن موردونه ترسره کړي دي او اوس د طالبانو وار دی.

د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش نن اطلاعاتو ته دلاس رسي د نړیوالې ورځې د درنښت لپاره په یولړ دستورو کې ووئيل ،په تیرو دوو لسیزو کې بریاوې، جمهوری نظام ساتل  او مدني ارزښتونه هیڅکله هم د معاملې وړ نه دي .

 د افغانستان د دولسمشر د دوهم مرستیال د دفتر له خوا دخپرې شوي اعلامیې په اساس،حکومت په عین حال کې چې د سولې د خبرواترو په پرمختګ کې جدي او  کلک هوډ لري،خو د جمهوری نظام ،د بیان د آ زادۍ ، اطلاعاتو د لاس رسي د حق،د میرمنو دحقوقو او د مدني ارزښتونو او دغهراز په تیرو نولسو کلونو کې  د بریاؤ  خوندي ساتل    هماغه راز  د حکومت په ژمنتیاؤ او  کلکې ارادې کې کم شوي نه دي  .

 د اشرف غني  دوهم مرستیال یادونه کړې د افغانستان  حکومت د سولې د خبرواترو په اړه  دباؤر جوړونې لپاره درست ممکن موردونه ترسره کړي دي  او اوس د طالبانو وار دی .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.