Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65325
تاریخ انتشار : سه شنبه 8 تله 1399 ساعت : 18:03:46

پلوسي وائي له مالیاتو د ټرمپ تښته ملي خیانت دی

په امریکا کې له مالیاتو تښته او د مالیاتو نه ورکول،یوه داسې رسوائي ده چې په کرتو ئې ددغه هیواد لوړپوړي چارواکي له خپلو څوکیو استعفی ورکولو ته اړ کړي دي .

 این بی سی نیوز  خبری چینل راپور ورکړی،د امریکا دکانګرس مشرې میرمن نینسي پلوسي ددغه هیواد د ولسمشر ډونالډټرمپ د مالیاتي تښتې په باب دنیویارک ټایمز ورځپاڼې په راپور په غبرګون کې وئيلی دي ، دغه موضوع چې ټرمپ  کابو څلور سوه میلیون پوروړی دی،ملی امنیت ئې تر پوښتنې لاندې راوستی ، حکومتونه او بهرني  عوامل پر ټرمپ اغیزشیندلی شي .

  نیویارک ټایمز ورځپاڼې  دمالیاتي سندونو په استناد سره وئيلي دي ،ډونالډټرمپ  په ۲۰۱۶کال کې  یوازې اوه سوه پنځوس ډالر مالیات ورکړي دي .

 دنیویارک ټایمز په راپور کې راغلي دي ،ټرمپ په وروستیو پنځلسو کلونو کې پر عایداتو هیڅ مالیات نه دي ورکړي،ځکه مالیاتي مامورانو ته ئې وئيلي دي ،له دې زیات چې  ګټه وکړي په دغې مودې کې ئې تاوانونه کړي دي .

 ډونالډټرمپ  د  د خپلې مالیاتې تښتې  په باب د نیویارک ټایمز ورځپاڼې  راپور  بللی دی .

په امریکا کې  له مالیاتو تښته  او د مالیاتو نه ورکول،یوه داسې رسوائي ده چې په کرتو ئې ددغه هیواد  لوړپوړي چارواکي له  خپلو څوکیو استعفی ورکولو ته اړ کړي دي .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.