Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65326
تاریخ انتشار : چهار شنبه 9 تله 1399 ساعت : 22:44:12

په هرات کښې « د امام حسين (ع) غورځنګ» علمي- تحليلي سمينار اوشو

د امام حسين عليه السلام د غورځنګ څه رنګوالے نومې علمي- تحليلي سمينار د افغانستان د اسلامي اخوت د شورا لخوا د ديني علماو، پوهانو، کلتوري فعالانو، ځواناو، دانشورانو او سپين روبو په شتون سره د دغه هېواد په هرات کښې اوشو.

د افغان ایرکا خبري اژانس د رپوټ له همخې د هرات پوهنتون استاد پوهاند عبدالحمید صميم په دغه سمينار کښې په خپله وېنا کښې د امام حسين (ع) په غورځنګ کښې د اخوت په اړه وويل، د ايماني اخوت او ورورولۍ ساتنه د قرآن مجيد له تعليماتو څخه ده. هغه زياته کړه، د امام حسين (ع) د پاڅون مقصد د اسلامي امت اصلاح او له اخلاقي او کرداري  انحرافاتو څخه مخنيوے ؤ خو اوس تعصبات خپل اوج ته رسېدلي دي، نو پکار دے د عاشورې واقعې ته د يو فکري مکتب په توګه کتنه اوشي او د خپل کار او ژوند لپاره يوه نمونه وګرځولې شي.

د هرات د علميه حوزې د فقهې او اصولواستاد آيت ا... سيد حيدر علوي نژاد هم وويل، د امام حسين (ع) غورځنګ تل دوام لري، په دې شرط سره چې د هغه حضرت بېرغ او تفکر اوچت کړو او د فساد او ظلم په مقابل کښې پاڅون وکړوو.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.