Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65328
تاریخ انتشار : چهار شنبه 9 تله 1399 ساعت : 22:48:20

د پاکستان ولسمشر: د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوو

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د افغانستان د ملي پخلاينې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره په ليدنه کې ويلي، پاکستان د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او دغه هېواد کې د جګړې د پای غوښتونکی دی.

ډاکټر عارف علوي ويلي:
د پاکستان دولت او مشرتابه په هر اړخيز ډول د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي. موږ په افغانستان کې د جګړې د پای او سولې او ثبات غوښتونکي يو. پاکستان په افغانستان کې له جګړې زيان ليدلی او له سولې ګټه ترلاسه کوي.

علوي زياته کړې، پاکستان له افغانستان سره د پوهنې، لوړو زده‌کړو، معلوماتي ټکنالوژۍ او عامې روغتیا برخه کې د خپلو همکاريو د زياتولو غوښتونکی دی.

د پاکستان ولسمشر زیاته کړې، د دواړو هېوادونو ترمنځ بايد سوداګري ډېره شي او غواړو چې په افغانستان کې د سولې په راتګ سره جنوبي اسيا له مرکزي اسيا سره وصل شي.

په دغه ليدنه کې د افغانستان د ملي پخلاينې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وويل، سولې ته رسېدل د افغانستان د خلکو او حکومت لومړيتوب دی او افغانستان په دې برخه کې د پاکستان او نورو هېوادونو د همکارۍ غوښتونکی دی.

عبدالله زياته کړه:
له ټولو ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي ډول له پاکستان سره د نېکو اړيکو غوښتونکي يو، په افغانستان کې سوله او ثبات د همکاريو، د سوداګرۍ د ودې او د دواړو هېوادونو د اړيکو پراخېدو ته زمينه برابروي.

عبدالله زياته کړه، اوس مهال افغانستان د ستونزو د پای ته رسولو او د جګړې د پای لپاره يو ځانګړی فرصت په لاس کې لري.

د افغانستان د ملي پخلاينې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وړمه ورځ د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په رسمي بلنه په درې ورځني سفر پاکستان ته لاړ.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.