Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65329
تاریخ انتشار : چهار شنبه 9 تله 1399 ساعت : 22:54:04

خلیلزاد بیا د افغان سولې په تړاو قطر ته تللی دی

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا د افغان سولې په تړاو د خبرو له پاره قطر ته رسېدلی دی.

د افغان ایرکا خبري اژانس د خبر له مخې خلیلزاد په تازه ټوېټ کې ویلي، د افغان سولې په اړه به دوحې او سیمې ته سفر کوي او د بین الافغاني خبرو په اړه به له شریکانو او متحدو هېوادونو سره غږېږي.

خلیلزاد وايي، هڅه کوي د بین الافغاني خبرو ملاتړ ډېر کړي او تر څنګ یې د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان پر اقتصادي او پرمختیايي مسایلو هم خبرې وکړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زیاته کړې، چې دوحې ته ځي او هڅه کوي بین الافغاني خبرې ژر پایلې ته ورسېږي.

دی وايي، نړیواله ټولنه او افغانان بین الافغاني مذاکرات له نږدې څاري او ټول دا تمه لري چې په هېواد کې روانه جګړه ژر تر ژره د خبرو له لارې ختمه شي، تاوتریخوالی کم شي او دایمي اوربند وشي.

خلیلزاد داسې مهال دوحې ته ځي چې د بین الافغاني خبرو له پیله تر دې دمه دواړه لوري د مذاکراتو پر تګلاره هوکړې ته نه دي رسېدلي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.