Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65367
تاریخ انتشار : شنبه 19 تله 1399 ساعت : 20:10:08

قطر کښې د سولې د خبرو د بریالیتوب چانس کم دی

د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند مرستیال احمد ضیا مسعود د قطر په پلازمینې دوحې کښې د سولې د خبرو اترو بیالیتوب لیرې وباله .

هغه د قطر په دوحې کښې د افغانستان د حکومت او د طالبانو ترمینځ د بین الافغاني خبرو اترو ته په اشارې سره نن  ادعا وکړه کابل او دغه ډله  په سولې اعتقاد نلري .

د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند مرستیال احمد ضیا مسعود وویل طالبانو ډله په انتخاباتو ، مدني ارزښتونو ، د ښځو په حقوقو او د  قومي او مذهبي اقلیتونو په رسمیت پيژندلو باور نلري او په افغانستان کښې د خپلو باورونو د تپلو هڅه کوي .

احمد ضیا مسعود دغه راز زیاته کړه په افغانستان کښې د سولې ټینګیدل د امریکا او د پاکستان له فیصلې سره مشروطه دي او د قطر د سولې خبرې اترې هم تر هغه وخته پورې چې د افغانستان ستر ملي چوکاټ جوړ نشي کومې نتیجې ته نه رسیږي .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.