Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65376
تاریخ انتشار : يکشنبه 20 تله 1399 ساعت : 17:58:53

ذبیح الله مجاهد: د ټرمپ د روغتیا او ټاکنو په تړاو طالبانو ته منسوبې څرګندونې بې بنسټه دي

وروسته له هغه چې د «سي بي اېس» په نوم یوې امریکایي رسنۍ د طالبانو د ویاند «ذبیح الله مجاهد» له خولې ولیکل، چې  هغوی په ټاکنو کې د ټرمپ د بریا هیله لري؛طالبانو یادې څرګندونې رد کړې او بې بنسټه یې بللې.

سي بي اېس نیوز تېره ورځ په یوه راپور کې د طالبانو د ویاند له قوله لیکلي وو چې هغوی غواړي ټرمپ د امریکا ولسمشریزې ټاکنې وګټي تر څو له افغانستانه عسکر وباسي.

ذبیح الله مجاهد یادو څرګندونو ته په غبرګون کې پر ټویټر لیکلي «سي بي اس(CBS) امریکایي رسنۍ زما خبرې ناسمې تعبیر کړی او نشر کړي دي، هغه څه چې هغوی نشر کړي هغسې کومه خبره نده ورته شوې.»

د سي بي ایس نیوز په راپور کې وړاندې د یوه طالب چارواکي له قوله دا هم لیکل شوي وو، چې د ټرمپ د ناروغۍ اوازې ته هغوی اندېښمن وو او د نوموړي د روغتیا هیله یې درلوده.

په امریکايي رسنیو کې طالبانو ته منسوبې «بې بنسټه» څرګندونې داسې مهال خپرېږي، چې په یاد هیواد کې ولسمشریزې ټاکنې را لنډې شوې او ټرمپ او جوبایډن د دوو مخکښو نوماندانو په حیث د یو بل د شا ته کولو په هڅه کې دي.

ټرمپ د افغانستان او په عمومي ډول په نورو هیوادونو کې د امریکایي عسکرو د ساتلو څرګند مخالفت کوي او له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د سمدستي ایستلو غوښتنه کوي، چې په همدې اساس په دوحه کې د نوموړي د ادارې او طالبانو تر منځ له افغانستانه د ټولو بهرنیو عسکرو د وتلو تړون لاسلیک شو.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.