Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65380
تاریخ انتشار : دوشنبه 21 تله 1399 ساعت : 17:26:21

طالبان د امتیاز د ترلاسه کولو هڅه کوي

د افغانستان یوه (۱) چارواکي د تاوتریخوالو له زیاتولو د طالبانو ډلې هدف د سولې په خبرو کښې د زیات امتیاز ترلاسه کول وباله .

د افغانستان د بلخ د والي مرستیال شجاع الدین شجاع په تیره میاشت کښې د هیواد په بیلابیلو سیمو باندې د طالبانو د حملو په زیاتیدا نیوکې سره وویل دغه ډله د قطر په پلازمینې دوحې کښې د کابل د حکومت له استازیو سره د سولې له خبرو سره په یووخت د حکومتي عسکرو په مرکزونو اوغیر پوځي سیمو باندې  په حملو سره نیت لري د امتیاز د ترلاسه کولو په ترڅ کښې په خبرو کښې د عمل نوښت په لاس کښې واخلي .

شجاع الدین شجاع د افغانستان په بیلابیلو سیمو په تیره بیا په بلخ شمالي ولایت کښې د امنیت په تامینولو کښې د خلکو رول ته په اشارې سره زیاته کړه د حکومت له پروګرامونو د خلکو په ملاتړ او هوښیارۍ سره به په هیواد  کښې د سولې د ټینګیدا او د پرمختګ د مخینوي لپاره به  د طالبانو او نورو دښمنو ډلو هڅه له ماتي سره مخ شي .

په افغانستان کښې د جنګونو د ختمولو لپاره د حکومت او د طالبانو ترمینځ د سولې خبرې د سپتمبر د میاشتې له دولسمې (۱۲) نیټې راهسې پیل شوی او اوس هم دوام لري .

دا په داسې شرایطو کښې دي چې له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د دریو (۳) اونیو خبرو اترو تراوسه کومه نتیجه نه ده ورکړي او د حکومتي عسکرو او د طالبانو ترمینځ جګړې او وژلې اوس هم دوام لري .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.