Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65382
تاریخ انتشار : دوشنبه 21 تله 1399 ساعت : 17:29:56

سکاټ مېلر: طالبان دې پر هلمند روان تعرضي بریدونه ودروي

په داسې حال کې چې د هلمند ولایت پر مرکز او ځینو ولسوالیو باندې د طالبانو له لوري درنه جګړه روانه ده، په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو قوماندان «سکا ټ مېلر» وایي، طالبان دې پر هلمند روان تعرضي بریدونه چې د دوحې له توافقنامې سره په ټکر کې دي؛ ودروي.

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو ویاند «سنی لیګت» په همدې تړاو پر خپل ټویټر لیکلي، چې د ناټو قاطع ماموریت د دولتي ځواکونو په ننګه په هلمند ولایت کې پر طالبانو باندې څو بریدونه کړي او له طالبانو څخه د دولتي ځواکونو د ژغورنې دا لړۍ به روانه وي.

نوموړي وړاندې د سکاټ مېلر په حواله پر طالبانو باندې غږ کړی، چې پر هلمند باندې روان تعرضي بریدونه ودروي؛ ځکه د مېلر په خبره، دا ډول بریدونه له توافقنامې سره په ټکر کې دي او د سولې له روانو خبرو سره سمون نه خوري.

دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې د هلمند ولایت په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو له لوري «تصفیوي عملیات» روان دي، چې په ترڅ کې يې لسګونه پوستې سقوط شوې او د مرکز «لښکرګاه» ښار څلورمه امنیتي حوزه هم د طالبانو لاس ته لوېدلې.

سیمه کې د شته سرچینو له قوله، طالبانو په نادعلي، ناوه  او نهر سراج  ولسوالیو او د لښکرګاه ښار په اطرافو کې د دولتي عسکرو لسګونه مرکزونه تر خپل کنټرول لاندې راوستلې او شېبه په شېبه مخ په وړاندې روان دي.

د امنیتي حالت د قابو کولو په موخه تېره شپه ناوخته مرکزي حکومت له کابل او کندهار څخه د کمانډویانو قطعې هلمند ته لېږلې، چې ویل کېږي د طالبانو د «لیزري قطعې» له سخت مقاومت سره مخ دي او پرمختګ ته نه دي پرېښودل شوي.

د هلمند والي د روان حالت په اړه له اشرف غني سره تلیفوني خبرې کړې او د روان وضعیت د اګاه کولو تر څنګ یې خپلې ستونزې او اندېښنې هم ورسره شریکي کړې.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.