Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65383
تاریخ انتشار : سه شنبه 22 تله 1399 ساعت : 17:32:36

د ولسي جرګې پخوانی غړی له طالبانو سره یو ځای شوی

په ولسي جرګه کې د بامیانو د خلکو پخوانی استازی عبدالرحمن شهیداني له طالبانو سره یو ځای شوی او ویل کېږي قطر ته تللی دی.

خامه پرس ته رسېدلي معلومات ښیي چې په ولسي جرګه کې د بامیانو د خلکو پخوانی استازی عبدالرحمن شهیداني له طالبانو سره یوځای شوی او قطر ته یې سفر کړی دی، خو تر دې مهاله څرګنده نه ده چې نوموړی د څه لپاره تللی دی.

د هغه مکتوب له مخې چې خامه پرس ته رسېدلی د بامیانو والي له امنیتي ارګانونو غوښتنه کړې چې د یادې موضوع په تړاو څېړنه وکړي.

د بامیانو د والي ویاند لطیف عظمي خامه پرس ته تائید کړه چې د بامیانو والي په دې تړاو له امنیتي ارګانونو د څېړنې غوښتنه کړې ده.

بلخوا د په ولسي جرګه کې د بامیانو ولایت پخوانی استازی عبدالرحمن شهیداني یاده موضوع ردوي او وایي، نوموړي ته د بامیانو د والي له لوري دسیسه جوړه شوې ده او وایي، دی په دوبی ته د درملنې په موخه تللی دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.