Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65385
تاریخ انتشار : سه شنبه 22 تله 1399 ساعت : 17:34:47

د طالبانو او د افغان دولت تر مینځ د سولي د مذاکراتو دوباره پیل

په دوحه کې یو ځل بیا د افغان دولت او د طالبانو تر مینځ بین الافغاني خبرې اترې له سره پیل شوي.

د افغانستان د دولت د مذاکرتي ټېم ویاند او غړي نادر نادري رسنیو ته وویل چې د دواړو لورو ترمنځ تېره شپه  غنډه تر سره شوې ده.

نوموړي د اکتوبر۱۲(تلې۲۱) پر خپل ټویټر لیکلي، چې د تماس ډلو ترمنځ په دغه ناسته کې د اختلافي موضوعاتو پر حل بحث شوی.

هغه ویلې چې پایلې ته د رسېدو لپاره د ورته ناستو پر دوام توافق وشو.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم هم ویلي، چې دواړو لورو په دغه ناسته کې د اختلافي موضوعاتو پر هواري خبرې کړي دي.

د افغانستان او د طالبانو تر مینځ خبرې اترې له ۱۲ ورځ بندون وروسته د سیمي او د نړیوالو د هڅو په نتیجه کې بیرته له سره شروع شوې.

د دواړو لورو د تماس ډلې پر داسې مهال د اختلافي موضوعاتو د هواري په اړه بحثونه کوي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې طالبانو خپلو جګړو ته زور ورکړی دی.

هلمند یو له هغو ولایتونو څخه دی چې روانه اونۍ د افغان سرتیرو او طالبانو د درنو جګړو شاهد و.

بلخوا د افغانستان د ولسمشر مرستیال سرور دانش په دې وروستیو کې ویلي وه چي افغان دولت طالبانو ته وړاندیز کړی و چي د اختلافاتو د حل لپاره قرآن شریف، سنت او شریعت دي مبنا واقع شي خو طالبان بیا ټینګار کوی چي د امریکا سره د دوي له خوا لاسلیک شوی تړون او حنفي فقه دي د اختلافاتو د حل مبنا وګرځي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.