Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65387
تاریخ انتشار : سه شنبه 22 تله 1399 ساعت : 17:40:58

عبدالله: افغانان د سولې خبرو چټکوالی غواړي

د ملي مصالحې د عالي شورا رییس، عبدالله عبدالله هېواد کې د تاوتریخوالي پر کمښت او د سولې خبرو کې پر چټکووالي ټینګار کوي.

عبدالله عبدالله تېره ورځ(دوشنبې د تلې په ۲۱مه نېټه) د "زم زم خیریه بنست" پرانیستو مراسمو کې وویل چې د افغانستان خلک د سولې خبرو ژر پایلې ته رسېدو او د تایمي سولې تامین تمه لري.

هغه زیاته کړه:«خبرې اترې روانې دي، ګامونه پورته شوي دي، لومړني  ګامونه، ډېر تاریخي اولوی وو، خو د عمل چټکوالي تمه د افغانستان ټول خلک لري، یو لوري ته خبرې او د تاوتریخوالي کمښت، ځکه اوس چې  کوم حالت کې یوو، نه یوازې چې د تاوتریخوالي کچه نه ده راټیټه شوې، بلکې ډېره شوې هم ده.»

د زم زم خیریه بنسټ د یوې مسوولې، نیلوفر ابراهیمي په وینا بنسټ پرانیستو سره غواړي د هغو ماشومانو د ښې روزنې او ملاتړ لپاره هڅې کوي چې په نږدې دوه لیسیزو جګړو کې زیانمن شوي دي .

هغه زیاتوي:«سره یو نظر شوو چې دا بنسټ جوړ کړو او د هغو کسانو مرسته کوونکي شو چې جګړو کې یې زیان لیدلی دی.»

د لومړو زده کړو نوماند وزیر، عباس بصیر په دې مراسمو کې وویل:«موږ په داسې حال کې چې د هغو کسانو په تړاو چې پلار او مور یې جګړو کې له لاسه ورکړي بې تفاوته پاتې شو او له سولې سره باثباته ټولنه جوړه کړو.»

 ددې غونډې یو شمېر ګډونوال په هېواد کې د جګړه ځپلو پر وضعیت د غور غوښتنه کوي .

د بشري حقونو په چارو کې د د ولت وزیره، سیما سمر څرګندوي:«موږ نشو کولی چې افغانستان بدل ک ړو، په داسې حال کې چې موږ خپل ماشومان په تعلیم او تربیې سره مسلح نکړو.»

هېوادوال تمه لري چې له طالبانو سره د سولې د مذاکرات په هېواد کې د دایمي سولې لامل شي او روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسېږي .

دوحه کې د افغان مرکچي پلاویو ترمنځ تېره شپه دوشنبې یو ځل بیا سره ناسته وکړه، خو د دواړه لوري نه دي توانېدلي چې د سولې اصلي خبرو پر تګلارې هوکړې ته ورسیږي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.