Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65390
تاریخ انتشار : جمعه 25 تله 1399 ساعت : 22:56:01

امریکا د کابل واشنګټن امنیتی تړون خلاف ورزي کوي

 د افغانستان استازو وئيلي دي ، د امریکا دپوځي تجهیزاتو منتقلول په داسې حال کې افغان پوځ له ترهه ګرۍ سره دمقابلې لپاره ورته اړتیا لري ، د کابل واشنګټن امنیتی تړون خلاف کار دی .

د افغانستان  دولسی جرګې استازو وئيلی دي ،د امریکا  حکومت چې په کرتو ئې ښودلې ده  هیڅ یوې موافقې ته پابندنه دی،دې ځل ئې د کابل واشنګټن امنیتی موافقه چې  په ۲۰۱۴کال کې  ئې د افغانستان له حکومت سره لاسلیک کړي وه ،خلاف ورزي  کړې او دخپلو عسکرو د یوې برخې له ویستلو سره په یووخت ئې د دوي پوځي تجهیزات چې د موافقې په اساس  باید ، په افغانستان کې  پاتې شوي وائ ،  له هیواده وویستل .

 د افغانستان  استازو دغه راز وئيلي دي،د امریکا  دپوځي تجهیزاتو منتقلول په داسې حال کې افغان پوځ  له ترهه ګرۍ سره دمقابلې لپاره  ورته اړتیا لري،د کابل واشنګټن امنیتی تړون  خلاف  کار دی .

  په ولسی جرګې کې د کابل د خلکو استازي ا... ګل  مجاهد  وئيلی دي  په وروستیو شپو ورځو کې  امریکائي پوځ  خپل ټانکونه او تجهیزات پاکستان ته منتقل  کړي دي .هغه وئیلی د افغانستان پارلیمان له امریکا سره یو امنیتی تړون کړی ،چې که  ناټو او امریکائي پوځ  له افغانستانه وځي،نو باید خپل پوځي تجهیزات افغان ځواک ته وسپاري .د ولسی جرګې نورو استازو هم وئیلي په داسې حال کې چې چې په دغه هیواد کې له ترهه ګرو او وسلوالو سره جنګ پاي ته نه دی رسیدلی ،امریکائي پوځيانهره ورځ خپل پوځي تجیهزات  پاکستان ته منتقلوی چې باید د کابل حکومت دې په خود کې شي او په دې اړه دې  خپل اصولي حق وغواړي .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.