Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65393
تاریخ انتشار : چهار شنبه 30 تله 1399 ساعت : 22:22:31

د امریکا ډیپلوماټانو مالي مرستې غلا کړي دي

د افغانستان په چارو کښې د امریکا مفتشې ادارې سیګار په یوه (۱) جعلي او دوکه ورکونکي راپور کښې ادعا وکړه په تیرو کلونو کښې له افغانستان سره د واشنګټن په میلیارډونو ډالره مرستې بې درکه شوي دي .

سیګار عمومي افکارو ته د دوکې د ورکولو لپاره په خپل نني راپور کښې ادعا وکړه چې د دوه زه نهم (۲۰۰۹) میلادي کال له مي میاشتې راهسې د تیر میلادي کال  د دسمبر د میاشتې تر یودیرشمې (۳۱)نیټې پورې له افغانستان سره د امریکا کابو نولس (۱۹) میلیارډه مرستې غلا شوي دي .

که څه د افغانستان حکومت تراوسه د امریکا د مفتشې ادارې سیګار دغه راپور ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو له دې مخکې یې ویلي وو دا ‌ډول مالي مرستې د امریکا د ډیپلوماټانو لخوا غلا شوي دي او هغه د امریکا په جنګ غواړو چارو مصرف کیږي .

د امریکا د مفتشې ادارې سیګا دغه راپور په داسې حال کښې دی چې مخکې د افغانستان له اداري فساد سره د مبارزې د لوړې ادارې مشر سید حسین فخري ویلي وو د امریکا په مشرۍ خارجي عسکر په افغانستان کښې د مالي فساد په دودولو او پراخولو کښې مهم رول لري .

د سیاسي چارو کارپيژاندي هم باوري دي په افغانستان کښې د امریکا نولس(۱۹) کلن ډیر لګښته پوځي شتون ددغه هیواد د بیخ بنایانو له تباه کیدا او د زرګونو ملکي وګړو او د حکومتي عسکرو له وژل کیدا او د دوه زره (۲۰۰۰)امریکايي عسکرو له وژل کیدا پرته بل هیڅ نتیجه نه ده لرلي .

د ترسره شویو شمیرنو پراساس په افغانستان کښې د امریکا پوځي لګښت دوه (۲) ټریلیونه ډالر اټکل کیږي .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.