Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65394
تاریخ انتشار : چهار شنبه 30 تله 1399 ساعت : 22:24:01

خبرې د افغانستان د ستونزو حل لاره ده

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ټینګار وکړ د افغانستان له کړکیچ د وتلو یوازنۍ لاره د ښکیلو لورو ترمینځ خبرې اترې دي .

عمران خان پرون  په اسلام اباد کښې د افغانستان دحزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره په کتنې کښې وویل د افغانستان د مشکلاتو حل د جنګ او د خلکو د وژلې له لارې امکان نلري .

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په دې باندې ټینګار سره چې د افغانستان او د پاکستان اړیکې تاریخي دي وویل د پاکستان او د سیمې ثبات د افغانستان د سولې له بهیر سره نږدې ارتباط لري .

عمران خان زیاته کړه د افغانستان د حکومت په مدیریت بین الافغاني خبرې اترې د پایداره سولې لپاره یو(۱) فرصت دی .

د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار چې له داعش ترهګرې ډلې ملاتړ او ورسره ملګرتیا کوي په داسې حال کښې د سولې په بهیر کښې د چټکتیا لپاره پاکستان ته تللی دی چې هغه د ولسمشر اشرف غني په حکومت کښې هیڅ مقام نلري .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.