Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65395
تاریخ انتشار : چهار شنبه 30 تله 1399 ساعت : 22:26:19

‌وردک ولايت کې د ملي اردو د یوه ټولي سرتېرو ته ۴ ورځو راهیسې ډوډۍ نه‌ده رسېدلې

وردک ولايت کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د پنځمې پلې‌لوا د لومړي کنډک دويم ټولي د سي‌سي کمپ سرتېري وايي، تېرو څلور ورځو راهیسې د وسله‌‌والو طالبانو له لوري کلابند شوي او د دفاع وزارت له لوري ورسره هېڅ ډول مرسته نه‌ده شوې.

د دغه کمپ سرتېری نصیب‌الله لېږلي غږیز پيغام کې ويلي، د څلورو ورځو راهیسې یې ډوډۍ نه‌ده خوړلې او د مهماتو له کمښت سره هم مخامخ دي.

د ملي اردو دغه سرتېری له دفاع وزارته غواړي، که چېرې ستونزو ته یې رسېدنه ونه‌شي دغه کمپ به د وسله‌والو لاسته ولوېږي.

خو د ملي دفاع وزارت د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند وویل، وردکو ولایت کې د پنځمې لوا د سرتېرو ستونزو په اړه پلټنې کوي او ژر به ورته رسېدنه وشي.

اخوا د وردکو د ولایتي شورا غړی شریف‌الله هوتک وايي، لاهم د جلرېز ولسوالۍ د «کوټه‌عشرو» سیمې سرتېرو ته د پام وړ مرسته نه‌ده رسېدلې او دغه سیمه اوس هم د طالبانو لوړ ګواښ سره مخ ده.

دا په داسې حال کې ده چې روانه اوونۍ د ‌وردکو ولایت د جلرېز ولسوالۍ له «کوټه عشرو» سیمې داسې یوه ویډیو رسنیو کې لاس په لاس شوه چې د ملي اردو سرتېري د طالبانو له لوري کلابند شوي وو او ولسمشر نه یې د مرستې غوښتنه کوله چې وروسته د ملي دفاع وزارت وویل، یادې سیمې ته یې مرستندويه سرتېري لېږلي او ستونزه په بشپړه توګه حل شوې ده.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.