Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65400
تاریخ انتشار : چهار شنبه 30 تله 1399 ساعت : 22:35:55

دانش: حکومت او دولت باید د هېواد له رښتینې نفوسه ډار و نه لري

د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم مرستیال سرور دانش وایي، د هېواد وګړو «دقیقې» شمېرنې کې د دولت ناکامي د ملي باور زیانمنېدو لامل کیږي او حکومت او دولت باید د وګړو له واقعي شمېره و نه ډار شي.

ښاغلي دانش چې پرون (سه شنبه، ۲۹ تلې) یې د احصایې نړیوالې ورځې په جوړو شویو مراسمو کې خبرې کولې وویل: «حکومت او دولت باید د وګړو له واقعي شمېره و نه ډار شي، بلکې د دقیقه شمېرنه د دقت لامل کیږي او مسوولین ډېرې ځواب وینې او خوځښت ته اړ باسي.»
هغه دغه راز د وګړو سر شمېرنه کې د دولت ناکامي یو ملي ستونزه یاده کړه او زیاته یې کړه، چې دغه موضوع په هېواد کې د سیاسي شخړو لامل کیږي.

ښاغلي دانش ټینګار وکړ، چې د برښنایي پېژندپاڼو وېشل د هېواد د مدیریت برخو له هغې ډلې د عمومي اسانتیاوو رامنځته کول، حقوقي خوندیتوب، ټاکنو کې د روڼتیا رامنځته کېدل او د مجرمینو پېژندلو برخو کې یوه بنسټیزه اړتیا ده.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.