Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65403
تاریخ انتشار : چهار شنبه 30 تله 1399 ساعت : 22:42:14

ولسمشر روحاني: ايران به تل د افغان ملت او حکومت ترڅنګه وي

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر په افغانستان کښې د صلحې، ثبات او امنيت د ټينګښت لپاره له ترسره شويو هلوځلو څخه په ملاتړ سره وويل، د ايران ملت او حکومت تل د افغانستان د ملت او حکومت ترڅنګه وو او وي به.

ډاکټر حسن روحاني په تهران کښې د افغانستان د ملي مصالحتي عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په کتنه کښې په افغانستان کښې د صلحې او ثبات د ټينګښت لپاره د هلو ځلو کاميابۍ ته د هيلې به څرګندولو يادونه وکړه، مهمه دا چې د دغه هېواد خلق د کلونو کلونو جنګ جګړو وروسته د خپلو کاميابيو د ساتنې لپاره يوې حقيقي صلحې ته اورسيږي او د دغه مشکل د هواري لار هم د افغانانو ترمېنځ سياسي خبرې اترې او مذاکرات دي.

ولسمشر روحاني د دې په بيانولو سره چې په افغانستان کښې د يو تيريګر هېواد په توګه د امريکې مداخلت او شتون د افغانستان د خلقو له غوښتنې او نظر سره سمون نه خوري واضحه کړه، د امريکې حکومت چې په سيمه او نړۍ کښې يې په خپلو سياستونو کښې ماتې خوړلې ده او څه کاميابي يې نه ده ترلاسه کړې په افغانستان کښې د صلحې له خبرو اترو څخه د انتخاباتي ګټې اوچتولو په تکل کښې ده.

د ايران ولسمشر په دوام کښې په راتلونکو ورځو کښې د خواف – هرات د رېل پټلۍ پرانېستې ته په اشارې سره د ايران او افغانستان د رېلوے پټليو نښلېدل د دواړو هېوادونو د اقتصادی او تجارتي ملګرتياو د مضبوطېدو سبب وبلل او زياته يې کړه، ايران چمتووالے لري چې افغانستان ته د ګېسو او تېلو پائپ لائن په غزولو سره له دغوانرجيو څخه د دغه هېواد د خلقو د استفادې امکان رامنځته کړي.

عبدالله عبدالله هم په افغانستان کښې د پائېدارې صلحې او امنيت د ټينګښت لپاره د هلو ځلو او بدلونونو په باره کښې د ايران د دريځونو په قدرونې سره هيله څرګنده کړه، د ايران په ملاتړ او دريځونو سره د افغانستان د صلحې خبرې اترې او په دغه هېواد کښې د امنيت او آرامښت ټينګښت نتيجې ته اورسي.

د افغانستان د ملي مصالحاتي عالي شورا مشر همدارنګ په دغه هېواد کښېد جنګ جګړو د اوږدو کلونو په دوران کښې له افغان مهاجرينو څخه د ايران د کورباتوب قدرونه وکړه او زياته يې کړه، تهران ته په سفر کښې د ايران له چارواکو سره ښې ليدنې کتنې او خبرې اترې اوشې او په مختلفو برخو کښې د دواړو هېوادونو ترمېنخ موافقې به هم تعقيب شي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.