Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65404
تاریخ انتشار : چهار شنبه 30 تله 1399 ساعت : 22:45:08

تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۱ تنه په کرونا ناروغۍ اخته شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۱۴۱ کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت زياته کړې، په دې سره په افغانستان کې په کرونا وايروس د اخته شوو کسانو شمېر ۴۰ زره ۵۱۰ کسانو ته ورسېد.

ډېری نوې پېښې ۱۰۵ هرات، ۸ تخار، ۸ بلخ او ۶ کابل کې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ناروغۍ له کبله دوه ناروغان مړه شوي دي چې په ټوليز ډول تر دې مهاله په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ له کبله يو زر ۵۰۱ تنه مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کرونا ناروغۍ ۳۴ تنه رغېدلي دي، چې په دې سره د بېرته رغېدلو کسان شمېر ۳۳ زره او ۸۲۴ تنو ته ورسېد.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.