Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65405
تاریخ انتشار : چهار شنبه 30 تله 1399 ساعت : 22:46:59

سټولټنبرګ: طالبان دې په خپلو ژمنو عمل وکړي

د ناټو عمومي منشي ينس سټولټنبرګ وايي، طالبان بايد پر خپلو ژمنو عمل وکړي، تاوتريخوالی دې د پام وړ کم کړي او اوربند ته دې لاره پرانېزي.

نوموړي دا خبرې نن په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزيرانو تر ناستې وړاندې په يوه وېډيويي خبري غونډه کې وکړې.

سټولټنبرګ وويل، د ناټو ټول غړي هېوادونه د امريکا او طالبانو تر منځ د هوکړې او اوس مهال د بين‌الافغاني مذاکراتو له پروسې په بشپړ ډول ملاتړ کوي.

د ناټو عمومي منشي له طالبانو غوښتنه وکړه، چې د دوحې په هوکړه کې دې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او تاوتريخوالی دې د پام وړ کم کړي تر څو اوربند ته لاره پرانيستل شي.

سټولټنبرګ دغه راز زياته کړه، چې طالبان بايد له القاعدې او نورو نړيوالو ترهګرو ډلو سره خپلې اړيکې پرې کړي.

د ناټو عمومي منشي يو ځل بيا يادونه وکړه، چې د ناټو غړي هېوادونه به تر ۲۰۲۴ کاله پورې د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ته دوام ورکړي.

د سټولټنبرګ په خبره، ناټو شرايطو ته په کتو په افغانستان کې د خپلو سرتېرو حضور تنظيموي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.