Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65409
تاریخ انتشار : پنج شنبه 1 لړم 1399 ساعت : 23:10:33

ګلبدین حکمتیار د حکومت د نسکورولو هڅه کوي

د افغانستان د ولسمشر سلاکار وحید عمر پاکستان ته د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار سفر د اشرف غني د حکومت د راپرځولو لپاره ناکامه هڅه وبلله .

هغه پرون د افغانستان د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار څرګندونو ته په غبرګون کښې چې ویلي یې وو د اشرف غني حکومت د جنګ د دوام غوښتونکی دی وویل د کابل حکومت په ځلونو د حملو د ختمولو او د سولې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی خو ګلبدین حکمتیار هڅه کوي دغه جنګ دوام ولري .

د افغانستان د ولسمشر سلاکار وحید عمر د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د هیواد له ټولنې سره خیانت کونکی وباله او ویې ویل د هیواد خلک باید د ګلبدین د دسیسو په مقابل کښې ودریږي او هغه شنډې کړي .

د افغانستان حکومت تراوسه د حزب اسلامي په لسګونو بندیان خوشي کړي دي او د دغه ګوند په وسله والو فعالیتونو یې سترګې پټې کړي دي خو ګلبدین حکمتیار د افغانستان حکومت غیر اسلامي ګڼي .

د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د اسلام اباد له چارواکو سره په کتنې کښې ویلي وو پاکستان خپل دوهم (۲) هیواد ګڼي .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.