Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65412
تاریخ انتشار : شنبه 3 لړم 1399 ساعت : 23:53:50

د کورنیو چارو وزرات: طالبانو په یوه اوونۍ کې ۱۸۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

د کورنیو چارو وزارت وایي، وسله والو طالبانو په تېره یوه اونۍ کې ۱۸۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د افغان ایرکا خبري اژانس د خبر له مخې د وزارت ویاند طارق ارین نن شنبې د لړم ۳ مه رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي، طالبانو په تېره اونۍ کې ۵۱ ملکي وګړي وژلي او ۱۳۷ نور یې ټپیان کړي دي.

د هغه په وینا طالبانو په دغه اونۍ کې ۳۵۶ وسله وال بریدونه او ۵۲ چاودنې، چې ځانمرګي بریدونه هم په کې شامل دي د هېواد په بېلا بېلو برخو کې کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي، چې د طالبانو د دغه بریدونو قربانیان تر ډېره ملکي وګړي دي.

بل خوا ارین وايي، په تېره اونۍ کې د افغان ځواکونو سره جګړه کې ۴۰۳ طالبان هم وژل شوي او ۱۴۰ نور یې ټبيان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو هم تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.