Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65413
تاریخ انتشار : شنبه 3 لړم 1399 ساعت : 23:58:43

د کابل په لوېدیځ کې ځانمرګی برید؛ ۱۸ تنه وژل شوي او ۵۷ ټپيان دي

نن له غرمې وروسته د کابل په لوېدیځ کې د دیارلسمې حوزې په اړوند پل خشک سیمه کې ۴:۳۰ دقیقې یوه چاوده وشوه.

د کابل پولیس د دغې چاودنې پخلی کوي خو د هغه د احتمالي مرګ ژوبلې په هکله معلومات په واک کې نشته.

بلخوا د سیمې اوسېدونکي وايي چې دا چاودنه په یوه روزنیز مرکز کې شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کابل په لوېدیځ کې رامنځته شوې چاودنه کې تراوسه ۵۷ تن وژل شوی او ۱۸ تنه نور ټپيان دي.

 د کابل پولیس وايي چې لومړني معلومات څرګندوي چې د کابل ښار د دیارلسمې حوزې په چاودنه کې ۱۰ تنه وژل او ۲۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

 د کابل پولیس همدارنګه زیاتوي چې دغه پېښه د کوثر دانش روزنیز مرکز په کوڅه کې شوې ده او شونې ده چې دغه چاودنه د ځانمرګي برید له امله وي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د دغې چاودنې د وژل شویو شمېر ۱۸ تنو ته لوړ شوو.

بلخوا د عامې روغتیا وزارت هم څرګندوي چې په دغې پېښه کې ۵۷ تنه نور ټپيان شوي دي.

ورته مهال طالبانو په دغې چاودنه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

د دغه رپوت جزیات به وروسته اضافه شي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.