Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65414
تاریخ انتشار : شنبه 3 لړم 1399 ساعت : 23:59:42

امریکا او پاکستان د افغانستان دسولې په باب سره معامله کوي

د افغانستان پخواني ولسمشر زیاته کړې ، ددغه هیواد ولس د جنګ جګړو پاي او دسولې او اوربند ټينګیدا غواړي ، نه داسې سوله چې امریکا ئې نیّت لري ، ددغه هیواد پر ولس ئې وتپي .

زمونږ خبریال د شفقنا خبری اژانس له قوله راپور راکړی د افغانستان پخواني ولسمشرحامد کرزي نن په یولړ څرګندونو کې د طالبانو ډلې او د اشرف غني دحکومت د سولې  د خبرواترو بهیر د امریکا او پاکستان ترمینځ یوه معامله بللې او وئيلي ئې دي، دغه شان معامله له افغانستانه د شوروي د وتلو په وخت  هم د پاکستان او امریکا ترمینځ شوي ، چې  دافغانستان  ولس ئې  په روانه بدبختۍ اخته کړي دي .

د افغانستان پخواني ولسمشر زیاته کړې،ددغه هیواد ولس د جنګ جګړو پاي او دسولې  او اوربند ټينګیدا غواړي ، نه داسې سوله چې  امریکا ئې نیّت لري ، ددغه هیواد پر ولس ئې وتپي .

 حامد کرزي  په قطر کې  د طالبانوډلې ا و د افغان حکومت  دسولې خبرواترو ته په اشارې سره  ټينګار کړی،ددغو خبرواترو تر شا باید هیڅ ډول معماله  وجود  ونه لرل شي .

 ډيری شناندي او کارپوهان وائي،د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ  هڅه کوي، د امریکا دولسمشرۍ دانتخاباتو په درشل کې په زور او دباؤ سره  یوه داسې سوله پر افغان ولس وتپي،چې ‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎ د انتخاباتو په بریالیتوب کې  ورځيني پخپله ګټه استفاده وکړائ شي  .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.