Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65418
تاریخ انتشار : يکشنبه 4 لړم 1399 ساعت : 19:58:22

دافغانستان د بحران یوازینی حل دموقتي حکومت جوړول دي

ګلبدین حکمتیار څو ورځې مخکې پاکستان ته په سفر تللی ؤ او ددغه هیواد له لوړپوړو سیاسی اوپوځي چارواکو سره ئې لیده کاته کړي ؤ چې البته پاکستان ته د حزب اسلامی د حکمتیار ډلې دمشر دغه سفر په افغانانو کې یو لړ غبرګونونه هم درلودلي وو .

د افغانستان حزب اسلامی حکمتیار ډلې مشرګلبدین حکمتیار نن په کابل کې په خبري ناستې کې وئيلي دي،طالبانو ډله د اشرف غني په مشرۍ د افغانستان اوسنی حکومت نه مني او ددغه هیواد  دمشکلاتو یوازینۍ حل لاره  د یوه موقته حکومت جوړول دي .

حکمتیار وئيلي دي ،پاکستان هغه ته ډاډ ورکړی  چې دافغانستان د سولې دخبرواترو په بهیر کې به صادقانه کار وکړي .

ګلبدین حکمتیار  څو ورځې مخکې پاکستان ته په سفر تللی ؤ او ددغه هیواد له لوړپوړو سیاسی اوپوځي چارواکو سره ئې لیده کاته  کړي ؤ چې البته پاکستان ته د حزب اسلامی د حکمتیار ډلې دمشردغه سفرپه افغانانو کې یو لړ غبرګونونه هم درلودلي  وو .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.