Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65420
تاریخ انتشار : دوشنبه 5 لړم 1399 ساعت : 19:44:20

څارنوالۍ د هرات والي او ګڼو نورو کسانو ته له محکمې د سزا غوښتنه وکړه

د هرات برحاله والي عبدالوحيد قتالي، د عامې روغتیا رئيس عبدالحکيم تمنا، د ولايتي شورا درې غړي او يو شمېر نور کسان د ځانګړې څارنوالۍ له لوري محکمې ته معرفي شول.

دوی له کرونا سره د مبارزې پیسو کې پر اختلاس تورن دي او د درنو جرمونو پر ضد د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز ځانګړې څارنوالۍ محکمې ته معرفي کړي دي.

په دې ۲۱ کسانو کې د هرات والي سید عبدالوحید قتالي، د عامې روغتیا رئیس عبدالحکیم تمنا او د ولایتي شورا درې غړي وکیل احمد کروخي، نجیب‌الله محبي او غلام حبیب هاشمي هم شامل دي.

د لويې څارنوالۍ وياند جمشيد رسولي وايي، دوی د کرونا له بودجې د ۲۰ مېليونه افغانيو پر اختلاس تورن دي او ځانګړې څارنوالۍ د خپلو پلټنو تر پای ته رسولو وروسته دې کسانو ته له محکمې د سزا ټاکلو غوښتنه کړې ده.

د يادولو ده چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د پلټنو ادارې د تېرې تلې مياشتې په لومړيو کې ويلي وو چې د کرونا پرضد د مبارزې په بودیجه کې د فساد او اختلاس په قضیو کې د لاس لرلو په تور يې ۴۴ پخواني او اوسني چارواکي لویې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.