Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65421
تاریخ انتشار : دوشنبه 5 لړم 1399 ساعت : 19:44:56

تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۴ تنه په کرونا ناروغۍ اخته شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۱۰۴ کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت زياته کړې، په دې سره په افغانستان کې په کرونا وايروس د اخته شوو کسانو شمېر ۴۰ زره ۹۳۷ کسانو ته ورسېد.

ډېری نوې پېښې ۴۱ هرات، ۱۹ کابل، ۱۷ غزني، ۹ کندهار، ۷ تخار او ۷ کندوز کې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ناروغۍ له کبله څلور ناروغان مړه شوي دي چې په ټوليز ډول تر دې مهاله په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ له کبله يو زر او ۵۱۸ تنه مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کرونا ناروغۍ ۲۱ تنه رغېدلي دي، چې په دې سره د بېرته رغېدلو کسان شمېر ۳۴ زره او ۱۵۰ تنو ته ورسېد.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.