Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65422
تاریخ انتشار : دوشنبه 5 لړم 1399 ساعت : 19:46:00

په افغانستان کښې ترهه ګرو ته د عبدالله عبدالله خبردارے

د افغانستان د ملي مصالحاتي عالي شورا مشر په دغه هېواد کښې القاعده او داعش ترهه ګرو ډلو ته خبردارے ورکړ.

عبدالله عبدالله نن د افغانستان په غزني ولايت کښې د القاعدې ترهه ګرې ډلې د سرغنه ابومحسن المصري هلاکت ته په اشارې سره وويل، ترهه ګرې ډلې په خاصه توګه القاعده او داعش ډلې د دوي د سرغنه ؤ په وژلې سره پکار دے په دې پوه شي چې افغانستان د هغوي د فعاليت لپاره امن ځاے نه دے.

هغه زياته کړه، ابومحسن المصري د القاعې ترهه ګرې دلې له سرغنه ؤ او د اولې درجې له کسانو څخه ؤ او په سيمه کښې يې د ګڼ شمېر ترهه ګريزو عملياتو په پلانولو او عملي کولوکښې لاس لرۀ.

عبدالله عبدالله تاکيد وکړه په افغانستان د عادلانه، سراسري او پائېدارۍ صلحې په ټينګښت سره به په دغه هېواد کښې د ترهه ګرو ډول ډلو د فعاليتونو او اقداماتو مخه د تل لپاره ونيوې شي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.