Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65424
تاریخ انتشار : دوشنبه 5 لړم 1399 ساعت : 19:50:19

بدخشان کې یو «واورین پړانګ» ۲۳ میږې او پسونه وژلي

سیمه ییز چارواکي د بدخشان ولایت په واخان ولسوالۍ کې د یو «واورین» پړانګ په برید کې د ۲۳ میږو او پسونو د تلف کېدو خبر ورکوي.

د واخان ولسوال عتیق الله سکتوري نن د دوشنبې په ورځ «هشت صبح» ورځپاڼې ته ویلي، چې وړمه ورځ یو «واورین» پړانګ ددې ولسوالۍ په «ورک» کلي کې د دوو کورنیو د څارویو په غوجلو برید کړی، ۲۳ سره میږې او پسونه یې وژلي او ۳۸ نور یې ټپيان کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو کاله وړاندې د بدخشان ولایت زیباک ولسوالۍ اوسېدونکو یو «خالداره واورین» پړانګ وژلی وو.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.