Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65425
تاریخ انتشار : چهار شنبه 7 لړم 1399 ساعت : 18:37:43

زلمي خليزاد اشارتاً د افغانستان د صلحې د خبرو اترو په ماتې اعتراف وکړ

د افغانستان په چارو کښې د امريکې خاص استازي په قطر کښې نتيجې ته د صلحې د خبرو رسېدو په اړه د نااميدۍ څرګندونه وکړه.

زلمي خليزاد نن په قطر کښې د افغانستان د صلحې د خبرو اترو په باره کښې په يو لړ څرګندونو کښې وويل، د تل لپاره يوې سياسي موافقې ته د رسېدو لپاره فرصت موجود نه وي.

د افغانستان په چارو کښې د امريکې خاص استازي د افغانستان د صلحې د خبرو اترو ځاے قطر ته سفر کړے دے.

د امريکې په دباو سره د جنګ جګړو د ختمولو لپاره د افغان حکومت او طالب ډلې ترمېنځ  د افغانستان د صلحې خبرې اترې د ستمبر له دولسمې څخه د قطر په دوحه کښې شروع شوې او هم هغه شان دوام لري. دواړه خواوې تر اوسه موافقې ته نه دي رسېدلې.

امريکه په دغو خبرو اترو نېغ په نېغه لاس لري.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.