Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65427
تاریخ انتشار : چهار شنبه 7 لړم 1399 ساعت : 18:40:42

ګلبدین حکمتیار دې محاکمه شي

 د مشرانو جرګې یوشمیر غړیو د پاکستان په ملاتړ کښې او د افغانستان د حکومت پرضد د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار له څرګندونو وروسته د هغه د محاکمه کولو غوښتنه وکړه .

د مشرانو جرګې یوشمیر غړیو پرون په یوې (۱) خبرپاڼه کښې وویل  د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار اسلام اباد ته له سفر څخه وروسته د پاکستان د چارواکو په استازي توب په افغانستان کښې د موقته حکومت دجوړولو غوښتنه کړي ده او هغه باید محاکمه شي او ځواب ورکړي .

د مشرانو جرګې غړیو د هیواد په خارجه وزارت غږ وکړ خارجي هیوادونو ته د سیاستوالو د وروستیو سفرونو په هکله چې د کابل له حکومت سره له غږملتیا پرته ترسره کیږي پارلمان ته ځواب ورکړي .

د مشرانو جرګې غړیو دغه راز طالبان د سولې په خبرو کښې په وخت ضایع کولو تورن کړل او په نړیوالې ټولنې یې غږ وکړ چې د اووربند د منلو لپاره په دغه ډلې دباو راولي .

د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار څو ورځې مخکې پاکستان ته تللی و او د لومړي وزیر عمران خان په شمول یې د دغه هیواد له لوړ پوړو چارواکو سره په کتنې  کښې په یوه (۱)جنجالي او د پام وړ دریځ کښې د خپل هیواد د کړکیچ یوازنۍ حل لاره د موقته  حکومت جوړول بللي وو .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.