Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65431
تاریخ انتشار : چهار شنبه 7 لړم 1399 ساعت : 18:48:12

اتمر او قریشي د افغان سولې په اړه غږېدلي

 د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست «حنیف اتمر» د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر «شاه محمود قریشي» سره تلیفوني خبرې کړې او د افغانستان د سولې پروسې په اړه ورسره غږېدلی.

اتمر په همدې تړاو پر ټویټر لیکلي، چې له قریشي سره یې له لاسته راوړنو ډکې خبرې درلودې او د افغانستان د سولې پروسې، سیمه ییز اتصال او د قونسلي خدمتونو د  ظرفیت پراختیا په اړه ورسره وغږېد.

دغه خبرې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د طالبانو او کابل د مذاکراتي ټیم تر منځ له څه باندې څلوېښت ورځو راپدېخوا خبرې رواني دي؛ خو ویل کېږي، د ځینو اختلافي مواردو له امله لا هم پرمختګ نه دی شوی.

تېره ورځ د کابل مذاکراتي ټيم د ویاند په ګډون څلور تنه غړي د «شخصي مسایلو» د حل په پلمه د مذاکراتو له مېزه کابل ته رابلل شوي او د سرچینو په حواله ښایي، درې نور راتلونکې اوونۍ راوغوښتل شي.

ورته مهال له کابله بېلابېل هیئتونه او لوړپوړي چارواکي د اسلام اباد په لوري ور مات دي او هلته د افغان سولې پروسې په تړاو بحثونه لري.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.